د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي شبکو له استازو سره ناسته وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د افغان بیسیم، اتصالات، روشن او اټوما مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور پر زیربناء، کیفیت او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا خبرې وکړې.

غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل او ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د سکټور پر ارزښت او افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په اوسني وضعیت معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي وزیر صاحب د مخابراتي سکټور په برخه کې په شته ستونزو او همداراز لرو پرتو سیمو کې د کیفیت په ښه والي خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د سکټور د لا پرمختګ او ښه والي لپاره به خپلو هلو ځلو او هڅو ته دوام ورکوي، د نوموړي په وینا اوس مهال د هېواد ډیری خلک له مخابراتي آسانتیاو ګټه پورته کوي او هڅه باید وشي څو د مخابراتي آسانتیاو په برخه کې لا پرمختګ او آسانتیاوې ایجاد شي.

په دغې ناسته کې د مخابراتي شبکو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر مننه وکړه چې تل یې د ستونزو په حل او د سکټور په لا پرمختګ کې ورسره همکاري کړې او دوی هم خپلو هغو تعهداتو ته ژمن دي چې په اساس یې افغانانو ته غوره مخابراتي چوپړ باید وړاندې شي.

همدا راز د مخابراتي شرکتونو استازو د هېواد په مختلفو سیمو کې د کیفیت د ښه والي او لرو پرتو سیمو د پوښښ په موخه د زیربناء په پیاوړتیا ټینګار وکړ چې د وزارت د رهبرۍ له لوري ورته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز او هر وخت د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلی مفتي نجم الدین ملاخیل او تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد عطاء محمد یاري هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته