د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
ریاست مخابرات ولایت کنر

د کونړ ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۵ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او محصلینو ګډون کړی و.

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، ښاغلي الحاج عبدالولي مارشال، ګډونوالو د ښه راغلاست ترڅنګ فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله.

نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي مهارتونو پر اهمیت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د اوسني عصر له اړتیاوو سره سم د کمپیوټري مهارتونو زده‌کړه د ځوانانو او د امارتي ادارو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

وروسته د کونړ ولایت مرستیال والي د معلوماتي ټکنالوژۍ پر اهمیت، او د ځوانانو لپاره د ډیجیټلي مهارتونو د زده ‌کړې پر اړتیا خبرې وکړې. همدارنګه یې فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او د لا ډېرو زده‌ کړو، مسلکي پرمختګ او بریالیتوبونو لپاره یې وهڅول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته