د سایبري بریدونو د پوهاوي لوړول

naweed_admin

ټولنیز انجینري
د سایبري بریدونو یو د خطرناکو طریقو څخه ټولنیز انجینیري ده، چې بریدګر د تخنیکي وسایلو پر ځای د خلکو له فریب، باور، وېرې او احساساتو ناوړه ګټه اخلي تر څو حساسو معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

د بېلګې په توګه، یو کس د ټیلیفون له لارې ځان د بانک کارکوونکی معرفي کوي او له تاسو غواړي چې د «ستونزې د حل» لپاره د کارت رمز ورکړئ؛ یا په ټولنیزو شبکو کې یوکس ځان ستاسو د دوست یا کاري شریک په نوم معرفي کوي او د پیسو یا معلوماتو بیړنۍ غوښتنه کوي. همدارنګه، د بشردوستانه مرستو په نوم پیغامونه لېږل کېږي او جعلي لینکونه استول کېږي تر څو شخصي معلومات ترې واخیستل شي.

پوهه او احتیاط! د ټولنیز انجینري د مخنیوي تر ټولو غوره لاره د غیرعادي غوښتنو په اړه شک کول او د شخصي معلوماتو نه شریکول دي.

والسلام

د سایبری پوهاوي

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

موضوع: د شرکت یونیفاید لینک سولوشنز مخابراتي سایټونو د نصب او انسټالیشن خدمتونو (TTSP Grade-D) جواز لیک د سهمونو د واگذاری (انتقال) موضوع په ویب سایټ کې خپرول

څرنګه چې د شرکت بونایفاید لینک سلوشنز د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو هغو افرادو او اشخاصو ته چې د دې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۴
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د سایبري بریدونو د پوهاوي لوړول

د سایبري بریدونو یو د خطرناکو طریقو څخه ټولنیز انجینیري ده، چې بریدګر د تخنیکي وسایلو پر ځای د خلکو له فریب، باور، وېرې او احساساتو ناوړه...

Back to announcements