موضوع: د شرکت یونیفاید لینک سولوشنز مخابراتي سایټونو د نصب او انسټالیشن خدمتونو (TTSP Grade-D) جواز لیک د سهمونو د واگذاری (انتقال) موضوع په ویب سایټ کې خپرول

naweed_admin

د درناوي وړ لیکنې په اړه:

څرنګه چې د نوموړي شرکت د مخابراتي سایټونو د نصب او انسټالیشن خدمتونو (TTSP Grade-D) جواز لیک د سهمونو د واگذاری (انتقال) په اړه د ادارې په جریان کې دی او د جوازونو، جوازلیکونو او د سهمونو د انتقال (واگذاری) د طرزالعمل سره سم د دوو میاشتو لپاره د عامه پوهاوي له پاره د اعلان غوښتنه لري:

(اترا) اداره د انتقال له اړخه د جواز د تصفیې او د حکومت نورو ادارو ته د موضوع د انتقال په اړه د شرکت سهمونو د تصفیې په موخه رسمآ خبر ورکړی دی. د تصفیې په اړه د اړوندو ادارو له لوري د موضوع په اړه خپل نظریات وړاندې شوي او موضوع تصفیه شوې ده. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د اترا ادارې د ویب سایټ له لارې د سهمونو د انتقال موضوع د معاملې د تضمین له پاره د عامه پوهاوي په موخه د دوو میاشتو لپاره نشر شي.

بناءً هیله کیږي چې په موضوع کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت او د اترا ادارې د ویب سایټ له لارې د نشر له پاره مراجعه شوې تصفیې په موخه په لاندې متن باندې د اعلان متن په لاندې ډول دی:

اعلان

د شرکت یونیفاید لینک سولوشنز مخابراتي سایټونو د نصب او انسټالیشن خدمتونو (TTSP Grade-D) جواز لیک د سهمونو د واگذاری

(انتقال)

(څرنګه چې د شرکت بونایفاید لینک سلوشنز د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو هغو افرادو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په اړه کومه دعوه او شکایت ولري، د موضوع په اړه خبر ورکړي. د یادونې وړ ده چې د دوی سهمداران لخوا ادارې ته لیکلي تعهد ورکړل شوی دی چې د انتقالیدونکي جواز/جوازلیک اسهامو اړوند د انتقالوونکي په ذمه د ټولو پاتې مکلفیتونو په ځانګړې توګه د ټولو دیونو او تادیاتي مکلفیتونو د تادیې مسوولیت به پرغاړه لري).

والسلام

مفتي نجم الدین ملاخیل

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مالي او اداري مرستیال

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۶
Background image

د سایبري امنیت په برخه کې عامه پوهاوی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست، د خپل کاري پلان له مخې او د هېوادوالو د پوهاوي د کچې لوړولو او د سایبري امنیت د فرهنګ...

Back to announcements