خبرتیا!

naweed_admin

نن د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ میاشتې ۱۴مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه د وزارت له لوري د درې گوني تاکل شوي هیأت په حضورکې چې د اداری ریاست محترم رئیس د مشر په توګه، د څارنی او ارزونی ریاست او د تدارکاتو ریاست محترم رئیس صاحبان یې د غړو په توګه تاکل شوي وو د دفترونو د ګرمولو په موخه فعاله شوه.

له همدې امله د کابل درنو ښاریانو او ذیربطو ادارو ته خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ له ساحې څخه د لوګي پورته کیدلو په وخت کې تشویش ؤنکړي یا د لوګي پیل کې له یو کال وروسته د ماشینونو د چالانولو او د مرکزګرمۍ د فعالېدو څخه د لنډې مودې لپاره رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه د پرمختللو فلټرونو درلودونکې ده او ماشینونه یې هم په اعلی کوالټۍ سره عیار شوي دي.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۶
Background image

د سایبري امنیت په برخه کې عامه پوهاوی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست، د خپل کاري پلان له مخې او د هېوادوالو د پوهاوي د کچې لوړولو او د سایبري امنیت د فرهنګ...

Back to announcements