خبرتیا!

naweed_admin

ګرانو هیوادوالو!

څرنګه چی تاسو ته څرګنده ده پدی وروستیو کی لیدل کیږی چی یو تعداد نامعلومه اشخاص او افراد پدی لټه کی دی چی ستاسو شخصی فیسبوکونه هک او ستاسو له آدرس څخه ناوړه استفاده وکړی. له همدی امله لمړی یاد شخص تاسو ته خپل ځان ستاسو ملګری معرفی کوی او وروسته ستاسو مبایل ته کوډ دراستوی، او تاسو ته وایی چی زه ستا ملګری یم او زما فیسبوک ستونزه پیدا کړی، هیله ده دغه درلیږل شوی کود ماته راولیږی تر څو زما فیسبوک جوړ شی کله چی تاسو دغه کوډ نوموړی دوست ته ولیږی. نو ستاسو شخصی فیسبوک هک او ستاسو د لاسرسی څخه ووځی او د هکر لاس ته لویږی. او بیا ستاسو د فیسبوک آدرس څخه هر ډول ناوړی ګټه وغواړی ترسره کولای شی نو له همدی امله د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت ستاسو څخه په خواره درنښت هیله کوی که چیری له دغیسی موضوعاتو سره مخ کیږی پام مو وی چی درلیږل شوی کوډ هیچاته و نه لیږی.

په درنښت

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۷
Background image

د سایبري درغلیو، جعلی ویب سایټونو او د بهرنیو زده کړو د فریبکاری په اړه عامه پوهاوی:

جعلي ویب سایټونو او جعلي خدماتو څخه ډیرۍ هیواد وال شکایت کوي، په همدې موخه د سایبري امنیت ریاست یوه خبر پاڼه چمتو او...

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د (۱۸۵۰۰۰) زره افغانۍ په ارزښت د قرارداد لاسلیک د چارو ادارې محترم عمومي ریاست سره:

د ویب ایمیل او هاستنګ د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد د چارو ادارې محترم عمومي ریاست، د ښاروالیو د چارو د انسجام محترم ریاست سره...

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

د (۶۷۵۰۰) اووه شپېته زره او پنځه سوه افغانۍ په ارزښت د قرارداد لاسلیک له محترم پښتني بانک سره:

د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د مجازي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد له...

Back to announcements