افغان لوړ پوړي هیئت د مخابراتو نړیوالی اتحادیي سکرتر جنرال سره وکتل

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۸/۸ - ۱۵:۳۵
Afghan High Level Delegation Meet with the Secretary General of the International Telecommunication Union

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د هیواد اجراییه ریس، جلالتمآب دکتور عبدالله عبدالله په مشرۍ د لوړ پوړي دولتي پلاوي په ګډون له ښاغلی هولین ژئو، د مخابراتو نړیوالې اتحادیې سکرتر جنرال سره په دوبی کې په خپل استوګنځاې کې ولیدل.

په دغه کتنه کې، اجراییه ریس د مخابراتو نړیوالې اتحادیې سکرتر جنرال ته په بریالۍ توګه د مخابراتو نړیوالې اتحادیې کنفرانس ترسره کیدو مبارکۍ ورکړه او له هغه یې مننه وکړه چې په یاد کنفرانس کې یې له غړو هیوادونو او پانګوالو وغوښتل چې د مخابراتو په څانګه کې په افعانستان کې پانګونه وکړي.

اجراییه ریس زیاته کړه چې، اوسمهال شپږ مخابراتي شبکې په افغانستان کې فعالیت کوي او د پانګونې ښه شرایط برابر شوی دي.

همدا راز، د فایبر نوري پروژه، د چین هیواد سره د واخان دهلیز، دیجیټل کاسا، د معلوماتي ټکنالوجۍ په څانګه کې د ښځو د ظرفیت لوړول، او د معلوماتي ټکنالوجۍ په څانګه کې د پرمختللو هیوادونو د همکارۍ څرنګوالی په اړه مفصلې خبرې وشوې.

ورپسې د ITU سکرتر جنرال پخپلو خبرو کې د افغان دولت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې مخابراتي خدماتو ته د لاسرسۍ، د ټکنالوجۍ پرمختګ څخه ملاتړ او د ودې او پراختیا زمینه یی افغانانو ته چمتو کړې او ټینګار یې وکړ چې د زیربنایي او ظرفیت لوړوالي پروژو په برخه کې به له افغانستان سره هراړخیزې مرستې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته