د ګرانو هېوادوالو د پام وړ!

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۳
اطلاعیه

ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اسناد لاس په لاس کېږي چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو او ادارو اسناد لیک شوي.

د خپلو هېوادوالو د ډاډ لپاره باید وویل شي چې هیڅ راز سیسټمونه نه دي هک شوي، زمونږ ټول سیسټمونه محفوظ دي او هیڅ راز ستونزه پکې نشته.

کوم اسناد چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ډېری یې په عام ډول د لاسرسي وړ دي چې اکثریت یې د تېرو څو کلونو دي او په متواتر ډول جمع شوي او د عامه اذهانو د مغشوشولو لپاره په دې موخه چې سیسټمونو نه یې راخیستي نشر ته سپارلي.

رسینز شویو اسنادو ته په کتو ډېری یې هغو برخو پورې اړوند دي چې تر دې دمه د یادو اسنادو لپاره کوم ځانګړی سیسټم نه لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو هېوادوالو او امارتي وزارتونو او ادارو ته ډاډ ورکوي هغه سیسټمونه چې د دوی اړوند دي په محفوظ ډول د تخنیکي او مسلکي کادرونو په واسطه ساتل کېږي او د نورو د مداخلت څخه په امان دي.

د یادونې وړ ده چې د معلوماتو ملي مرکز ( ډیټاسنټر) او اړونده آرشیف سیسټمونه په مکمل ډول مصئون دي، او تر دې دمه د سایبري حملو پر وړاندې مطمین ماحول کې ساتل کېږي.

همدا اراز ابتدايي معلوماتي ښيي چې دغه معلومات ممکن په متفرقه شکل د انفرادي کمپیوټرونو څخه چې له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي د لاسرسي وړ ګرځېدلي وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۶:۵۹
Background image

د نورستان واما ولسوالۍ کې ۴جی خدمات پیل شول

د هېواد لرو پرتو سیمو کې د انټرنټي خدمتونو د پراختیا او...

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز څخه ۵۶ تنه زده کوونکي فارغ شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا...

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې ۳ مخابراتي سایټونه چې ۴جی خدمات وړاندې کوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته