د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز څخه ۵۶ تنه زده کوونکي فارغ شول

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له ۱۳مې دورې څخه له شپږمیاشتینیو زده کړو وروسته ۵۶ زده کوونکي چې محصلین، دولتي ادارو کارکوونکي او متعلمین شامل وو د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او تصدیق پاڼې ورته وویشل شوې.
اوس مهال هم د یاد ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکې کې ۴۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا او همداراز د اوسني عصر د غوښتنې په اساس ښوونیز مرکزونه لري چې د مجربو ښوونکو له لوري پکې د ټکنالوجۍ په برخه کې تدریس کېږي