د کندز ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه۸۰ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
د کندز ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د زده کړې ۳۶ دورې له شپږ مياشتنيو زدهکړو وروسته ۸۰ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.
د یادو زدهکوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي الحاج عبدالواجد عادل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته مبارکي وویله.
نوموړي د ډیجیټل مهارتونو او نویو ټکنالوژیو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې وهڅول چې خپلې زده کړي، د ځان او ټولنې په خدمت کې وکاروي.
ګډونوالو هم د علم، زده کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځانبسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.
