لوګر ولایت کې د سایبري امنیت  خطرونو په برخه کې درې ورځینۍ سیمینار تر سره شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۷
ولایت کندز

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو او همغږۍ، د یاد ولایت مقام کارکوونکو، د اړوندو ریاستونو کارکوونکو او د دویمي واحدونو مسوولینو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسلکي انجنیرانو له لوري د «سایبري خطرونو» تر سرلیک لاندې درې‌ورځنی سیمینار وړاندې شو.

په دې سیمینار کې د سایبري خطرونو د پېژندنې، سایبري امنیت، د معلوماتو د خوندي ساتنې، د شخصي او اداري معلوماتو د محرمیت، د آنلاین فعالیتونو پر مهال د امنیتي تدابیرو د مراعتولو او د سایبري بریدونو د مخنیوي په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د انټرنېټ او ډیجیټلي وسایلو د خوندي کارونې، د مشکوکو لینکونو او پیغامونو د پېژندنې، د پټو نومونو د خوندیتوب او د محرمو معلوماتو د ساتنې په اړه اړینې لارښوونې وشوې، څو کارکوونکي وکولای شي د خپلو ورځنیو اداري چارو پر مهال د احتمالي سایبري ګواښونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

د یاد سیمینار موخه د دولتي کارکوونکو د سایبري پوهاوي لوړول، د معلوماتو د خوندي ساتنې په برخه کې د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا او د دولتي ادارو د معلوماتي سیستمونو د امنیت په اړه د هغوی د پوهې زیاتول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندز ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه۸۰ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي الحاج عبدالواجد عادل ګډونوالو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۷
Background image

لوګر ولایت کې د سایبري امنیت  خطرونو په برخه کې درې ورځینۍ سیمینار تر سره شو

ه دې سیمینار کې د سایبري خطرونو د پېژندنې، سایبري امنیت، د معلوماتو د خوندي ساتنې، د شخصي او اداري معلوماتو د محرمیت، د آنلاین فعالیتونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته