د قرارداد د ارزښت په (۱۰۰۰۰) لس زره افغانۍ د شمال د ذغالسنگ له امارتي شرکت سره:
د ۱۴۰۴ کال د عقرب میاشتې په ترڅ کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د عرضې محترم ریاست د خدمتونو او بازارموندنې آمریت، د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د ویب ایمیل او هاستنګ د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد له شمال د ذغالسنگ له امارتي شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د یاد قرارداد ارزښت (۱۰۰۰۰) لس زره افغانۍ دی چې د یو کال لپاره اعتبار لري، او د قرارداد له مخې، د یاد محترم شرکت د تخنیکي او ارتباطي فعالیتونو د آسانتیا لپاره د ویب ایمیل او هاستنګ خدمتونه د افغانستان په ملي معلوماتي مرکز کې میزباني کېږي.
دغه اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موخو د تحقق په لړ کې ترسره شوی، چې موخه یې د هاستنګ په برخه کې د موجودو تخنیکي زیربناوو څخه اغېزمنه استفاده زیاتول دي.
انجنیر شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د عمومي ریاست وارسيکوونکی
