پکتیکا ولایت کې د درې نویو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) په ګډو هڅو د یاد ولایت وړممی ولسوالۍ د دوچيني، وازيخوا ولسوالۍ مرجاني او د سروبي ولسوالۍ په مستوی سیمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۳ سایټونو د جوړولو عملي چارې چې د اترا ادارې د واحدې منبع په لګښت جوړیږي پیل شوې.
د دغو مخابراتي سایټونو په جوړیدو او فعالیدو سره ، د یادو سیمو اوسیدونکي به د لوړ کیفیت غږیز او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه کړي او پدې برخه کې یه یې ستونزې حل شي.
