پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې 3G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۲:۴۷
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت مټاخان ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نو 3G مخابراتي او انټرنټي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د 3G خدمتونو په فعالیدو سره د نوموړې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسۍ ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۶:۲۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۶:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست سره وکتل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له...

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د پکتیا ولایت د ملکي ادارو کړنې او فعالیتونه و ارزول شول

د پکتیا ولایت د پنځه کسیزې ګډې کمېټې له لوري د پکتیا ولایت د ملکي ادارو...

بېرته خبرونه ته