د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست سره وکتل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۶:۳
ملاقات وزیر مخابرات با سفیر افغانستان مقیم امارات متحده عربی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له سرپرست الحاج مولوي بدرالدین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د معلوماتي ټکنالوجۍ، په افغانستان کې د پانګونې پر جلبولو او سوداګرۍ په ګډون نورو اړوندو مهمو مسایلو په باره کې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست ته د ښه راغلاست ویلو په ضمن کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موخو، دندو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس چې د اسلامي نظام د حاکمیت له امله په ټول هیواد کې ډاډمن امنیت تامین شوی دی، د کار او پانګونې په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتورپه برخو کې تر بل هر وخت ښه او مناسب چاپیریال برابر شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دولتي او غیر دولتي ادارو د سیستم په جوړونې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا، د نوري فایبر د غځولو، د پستي خدمتونو د عصري کولو او نورو برخو کې ښې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي چې د نورو ډیرو پانګې اچونې لپاره یې غوره زمینه او چاپیریال رامنځته شوی دی.

مولوی نجیب الله حقانی

دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر د پانګوالو په ځانګړې توګه د هېواد د هغو پانګوالو چې له افغانستانه بهر پانګونه کړې ده، غوښتنه وکړه چې افغانستان ته یو پلاوی را واستوي او وضعیت له نږدې وڅیړي.

محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري به له دغه پلاوي سره په هره برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو ده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت سرپرست محترم الحاج مولوي بدرالدین د مخابراتو وزارت د رهبرۍ له تود هرکلي څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت هڅه کوي څو هغه پانګوال چې په هیواد کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونې ته لیوالتیا لري تشویق کړي او دوی ته به د پانګونې لپاره د مناسب چاپیریال په اړه د هیواد واقعیتونه تشریح کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته