نیمروز ولایت مرکز زرنج ښارکې د غیر قانوني سیمکارتونوله خرڅلاو او کارونې څخه مخنیوی وشو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۴
سیم کارت ها

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، په مخابراتي برخه کې د غیر مجاز سیمکارتونو د پلور او کارونې د مخنیوي په موخه د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د نوموړي ولایت مرکز زرنج ښار په بیلابیلو برخو کې له یو شمیر هټۍ والو څخه غیر مجاز داخلي او خارجي سیمکارتونه راټول شول او هغه کسانو چې په غیر قانوني ډول یې یاد ولایت کې سیمکارټونه پلورل د قانون منګولو ته وسپارل شول، د نیمروز ولایت هټۍ والو ته سپارښتنه وشوه چې د غیر قانوني سیمکارټونو له پېر او پلور ډډه وکړي چون یاده پروسه په پوره جدیت سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري تعقیبیږي او له متخلفینو سره قانوني چلند کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دا ډول کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۷
Background image

د پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه نوي مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۴
Background image

د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲جي خدمتونه فعال شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د پکتیکا ولایت د مخابراتو او...

بېرته خبرونه ته