مخابراتي سکټور کې د الکوزي شرکت د پانګونې په اړه بحث
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د اقتصاد وزیر محترم مصطفی مستور، د اترا ادارې مرستيال محترم سيلاب اميري او د تدارکاتو د ملې ادارې استازو سره ولیدل.
د غونډې په پېل کې د مخابراتو سکټور کې د الکوزي شرکت د پانګونې او د وصل ټېلېکام شرکت د وضعيت په اړه خبرې وشوې.
وصل ټېلېکام خصوصي شرکت چې د مالي ستونزو سره مخ وو، د الکوزي شرکت له خوا واخیستل او تر څنګ يې د نوې ټکنالوجۍ سره سم، غواړي په ۳۴ ولايتونو کې د مخابراتو او انټرنېټي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له ۳۰۰ ميليونه ډالرو زياته پانګونه وکړي.
تېره مياشت د اقتصادي عالي شورا د پرېکړې پر اساس، د مخابراتو وزارت په مشرتابه، د اقتصاد او ماليې وزارت، تدارکاتو ملي ادارې او اترا ادارې په غړيتوب یو کمېټه وټاکل شوه، تر څو د الکوزي شرکت د پانګونې او د وصل ټېلېکام د CDMA جواز څخه د GSM لایسنس اخیستلو د څرنګوالي په اړه اقتصادي عالي شورا ته نظر ورکړي.
د کمېټې ګډونوالو د غونډې په ترڅ کې په یو لړ نظرياتو هوکړه وکړه چې د تصويب لپاره به اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شي.