لغمان ولایت کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت اف تي تي اچ پروژه پرانیستل شوه
لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کی د افغان ټیلیکام مخابراتی شرکت لخوا FTTH (انټرنیټ تر کوره پورې) پروژه د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
په دغو مراسمو کې د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، آټرا ادارې استازی، د ختیځ زون د نوري فایبر مسئول، د امارت ولایتي ادارو مسئولینو او یو شمیر قومي مشرانو ګډون کړی و.
د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو او اسانتیاو په برخو کې د نوري فایبر رول ګټور وباله او سپارښتنه یې وکړه چې د دغې پروژې ودانیزې او تخنیکي چارې باید د شرایطو سره سم په معیاري ډول پر مخ یوړل شي.
د یاونې وړ ده چې د یادې پروژې د بشپړیدو سره به لغمان ولایت کې د مخابراتو او انټرنیټ په برخه کې د خلکو ستونزې تر ډیره حده حل شي.