د بامیانو ولایت په کهمرد، سیغان او شیبر ولسوالیو کې دپنځو نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه
د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د بامیانو ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په کهمرد، سیغان او شیبر ولسوالیو کې د ټی ډی اف لسمی پروژی په مرسته د پنځو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.
د یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.