د (۶۷۵۰۰) اووه شپېته زره او پنځه سوه افغانۍ په ارزښت د قرارداد لاسلیک له محترم پښتني بانک سره:
د ۱۴۰۴ کال د قوس په میاشت کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو د محترم ریاست د خدمتونو د عرضې او بازارموندنې آمریت، د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د مجازي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد له محترم پښتني بانک سره لاسلیک کړی دی.
د یاد قرارداد ارزښت د یو کال لپاره (۶۷۵۰۰) اووه شپېته زره او پنځه سوه افغانۍ دی، چې پر بنسټ یې د یادې محترمې ادارې د تخنیکي او ارتباطي فعالیتونو د اسانتیا په موخه د مجازي سرور خدمتونه د افغانستان د ملي معلوماتو په مرکز کې کوربهتوب کېږي.
دا اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو موخو د پلي کېدو په لور ترسره شوی، چې د هاستنګ په برخه کې د شته تخنیکي زیربناوو د اغېزمنې استفادې د زیاتوالي لپاره ټاکل شوې دي والسلام.
انجنیر شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د عمومي ریاست وارسي کوونکی
