د پکتیکا ولایت ۵ ولسوالیو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتي آنټنونو تخنیکي وسایل انتقال شؤل

د پکتیکا ولایت لرو پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د برابرولو په موخه د یوسف خېلو ولسوالۍ، شنک، د جانیخیلو بابوخیل، د خیرکوټ ولسوالۍ پاینده خېل او د ډیلي ولسوالۍ ملا شیرګل سیمو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې د مخابراتي سایټونو تخنیکي وسایل د نصب په موخه انتقال شؤل.
یاد تخنیکي وسایل به نیږدې ورځو کې نصب او مخابراتي سایټونه به د انټرنټي او مکالماتي چوپړ په موخه ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شي.
د یادونې وړ ده د شکین او رباط ولسوالیو د مخابراتي سایټونو تخنیکي وسایل هم پکتیکا ولایت ته د نصب په موخه انتقال شؤي.