د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په انګړ کې د مسجد شریف او د وسایتو د تم ځای د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په انګړ کې د لمانځه د اداء کولو او د ځای د ستونزې د حل په موخه د یوه محراب مسجد شریف او د وسایتو د تم ځای د جوړېدو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني هم پکې ګډون درلود پیل شوې.
په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د انسانانو ټولنیز ژوند ته په اشارې د مسجدونو په ارزښت او په ټولنه یې د هغې پر تاثیر خبرې وکړې ښاغلي وزیر صاحب یادونه وکړه چې مسجدونه د انسانانو د سالمې روزنې او په اجتماعي افعالو او کردار کې موثر رول لوبولی او همدا مسجدونه دي چې، هم پکې د الله ج عبادت ترسره کېږي او هم د مدرسو په شکل د شریعت زده کړه او د دینوي او اخروي چارو تنظیم ګټه ترې اخیستل کېږي.

ورته مهال د افتتاحیې په دغو مراسمو کې د مخابراتو وزارت د دعوت ارشاد رئیس ښاغلي شیخ عنایت الرحمن حقاني هم د مسجدونو تاریخ او ارزښت ته لنډه کتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغو مقدسو اماکنو د شریعت په پراختیا او انساني ټولنو په تنظیم کې خپل اصلي رول لوبولی او په قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو کې یې تذکر هم راغلی، ښاغلي شیخ عنایت الرحمن حقاني د مسجد جوړول د اسلام له نظره یو غوره عمل یاد کړ او هغو برخو ته چې د مسجد شریف په اعمار کې یې هلې ځلې او هاند کړی د رب متعال له درباره د دعا او اجرونو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده د افتتاحیې په دغو مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري، تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومی رئیس ښاغلي الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد عطاء محمد یاري د وزارت د ګڼو برخو رئیس صاحبانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

