د قرارداد د ارزښت په (۱۰۰۰۰) لس زره افغانۍ د شمال د ذغال‌سنگ له امارتي شرکت سره:

naweed_admin

د ۱۴۰۴ کال د عقرب میاشتې په ترڅ کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د عرضې محترم ریاست د خدمتونو او بازارموندنې آمریت، د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د ویب ایمیل او هاستنګ د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد له شمال د ذغال‌سنگ له امارتي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د یاد قرارداد ارزښت (۱۰۰۰۰) لس زره افغانۍ دی چې د یو کال لپاره اعتبار لري، او د قرارداد له مخې، د یاد محترم شرکت د تخنیکي او ارتباطي فعالیتونو د آسانتیا لپاره د ویب ایمیل او هاستنګ خدمتونه د افغانستان په ملي معلوماتي مرکز کې میزباني کېږي.

دغه اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موخو د تحقق په لړ کې ترسره شوی، چې موخه یې د هاستنګ په برخه کې د موجودو تخنیکي زیربناوو څخه اغېزمنه استفاده زیاتول دي.

 

انجنیر شهزاده حسین عزیزی

د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د عمومي ریاست وارسي‌کوونکی

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

د قرارداد د ارزښت په (۱۰۰۰۰) لس زره افغانۍ د شمال د ذغال‌سنگ له امارتي شرکت سره:

دغه اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موخو د تحقق په لړ کې ترسره شوی، چې موخه یې د هاستنګ په برخه کې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په اداري چارو کې د تاریخ رسونې په اړه میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې خبرتیا

تاسې ته معلومه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۲/۹/۱۴۴۳ نیټې او د ۱۶۹۱ ګڼې) حکم په اساس...

جمعه ۱۴۰۳/۱۰/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د درنو هېوادوالو د د پام وړ!

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري دویم ځل لپاره نوې بیې اعلان او د روان ۲۰۲۵م کال د جنوري له لومړۍ میاشتې پلي شوي، نوې بیې چې د مخابراتي مارکېټ...

Back to announcements