د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړولو او د سټلایت ظرفیت اجاره کولو پروژی لپاره د معلوماتو راټولول
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د معلوماتو غوښتنې (RFI) اعلان
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له تجربه لرونکو نړیوالو شرکتونو، د سټلایټ خدماتو چمتو کوونکو، او حل لارو وړاندې کوونکو څخه غواړي چې د لاندې پروژې لپاره تخنیکی، مالي، او عملیاتي معلومات وړاندې کړي:
د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړول او د سټلایټ ظرفیت اجاره کول:
دا د معلوماتو غوښتنه (RFI) د افغانستان د سټلایټ مخابراتي زیربنا د پیاوړتیا لپاره تخنیکي معلومات راټولول او د امکان وړ حل لارې پېژندل هدف لري، څو د هېواد د مخابراتي خدمتونو ملاتړ او پراختیا یقیني شي. عرضه کوونکي کولای شي د دې (RFI) یو یا دواړه برخو ته ځواب ورکړي.
مهالوېش:
- د (RFI) خپرېدو نېټه: ۲۳/قوس/۱۴۰۴ یکشنبې ورځ | ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵
- د پوښتنو وروستۍ نېټه: ۲۴/جدی/۱۴۰۴ چهارشنبې ورځ | ۱۴/جنوری/۲۰۲۶
- د (RFI) ځواب د سپارلو وروستۍ نېټه: ۹/دلو/۱۴۰۴ پنج شنبې ورځ | ۲۹/جنوري/۲۰۲۶
د (RFI) سند داونلود:
RFI (د معلوماتو غوښتنه) د تر لاسه کولو لینک
د ځوابونو سپارل:
ټول (RFI) ځوابونه باید په بریښنالیک کې د (PDF) په بڼه لاندې پته ته واستول شي:
د بریښنالیک د موضوع subject کرښه:
د (MCIT RFI) ځواب – د سټلایټ ظرفیت او / یا هاب استیشن – [د عرضه کوونکي نوم]
په درنښت
الحاج حافظ محمد امین جان “ عمری“
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت مالي او اداري معین
