د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ افغان دوبۍ سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړونې چارې روانې دي

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ افغان دوبۍ سیمه چې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې یې نه درلودې ، د مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه پکې اوس مهال د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې پیل شؤي.
یاد مخابراتي سایټ چې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د ۵۵۰ پلان شویو سایټونو له ډلې دی، جوړېدو سره به یې د سپېرې ولسوالۍ، سورکوېښ، افغان دوبۍ او یو شمېر نیږدې نورې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې کړي.