د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږې غونډه ترسره شوه
د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د راډیو فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینوته، لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډویت څخه چې د اټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.
په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو راډيوګانو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اترا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.