ننګرهار ولایت کې د مووم چټک پوسټي خدمتونو د شرکت څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۴۱
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د مووم (MOAM) چټک پوسټي شرکت نوې څانګه پرانیستل شوه چې د یاد ولایت اوسېدونکو لپاره به د پوسټ په برخه کې چوپړ وړاندې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اپرا ریاست له لوري یاد شرکت ته ننګرهار ښار کې د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د نوې څانګې د پرانیستې اجازه ورکړل شوه او همدا راز د مووم چټک پوسټي شرکت استازو ژمنه وکړه چې خپلې ټولې چارې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اپرا ریاست له اصولو سره سمې مخې ته وړي او د پوسټ په برخه کې به د ننګرهار محترمو ولسونو ته آسانتیاوې برابروي.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ښاغلي ذبیح الله ذکي هم ګډون درلود څرګنده کړه چې یاد ولایت کې د پوسټي خدمتونو د تنظیم په برخه کې عملي ګامونه اخیستي او هیڅ راز غیر قانوني فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر