د معلوماتو د امنیتي سیستم رئیس

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۳ - ۵:۳

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د ندې د اعلان  شمېره

د دندې نوم : د معلوماتو د امنیتي سیستم رئیس

د بستونو شمېر: ۱

بست:  دویم (2)

اداره / وزارت  : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزارت

ریاست :  د معلوماتو دامنیتي سیستم رئیس  

ځای :  کابل

د اعلان دپیل نېټه: 1397/4/3

د اعلان د پای نیټه: 1397/4/12

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  موخې:

د مخابراتو او  معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ژمن دی  ترڅو  د نړۍ د معلوماتي ټولنې د یو بشپړ غړي لرونکي هېواد په توګه  په پام کې لري د هېواد  په ولسوالیو، کلیو او بانډو ته  هر اړخیزه مخابراتي خدمتونه د اقتصادي پراختیایي بازار  له لارې تامین کړي. ترڅو  ټول افغانان ښځې او نر  وشي کولی  مخابراتي خدمتونو  او معلوماتي ټکنالوژۍ ته  په یو ډول لاس رسی ولري او ترې استفاده وکړي ترڅو  د همدې لارې حکومت ټولنیز خدمتونه، د بیا رغاونې د پروسو ملاتړ،  خلکو ته د کار پیداکول، د یو هڅانده خصوصي سکتور رامنځته کول، د فقر کمول او د ناتوانه خلکو  سره  دمرستې چټکولو  پروسه کړندۍ کړي.


د CBR پروګرام  موخه: 

دملکي خدمتونو دتعییناتو بورډ ، د د افغانستان د اوسپنی پټلی اداره د دویمې رتبې  ولایتي بستونه د پیاوړو کسانو دګومارنې په موخه، ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي. دغه بست پایلولپاره د ظرفیت د لوړولو پروګرام یا  (CBR)Capacity Building for Result له لارې تمویلیږي.  یاد پروګرام د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مهمو پروګرامونو څخه دی. چې ټولیزه موخه یې د تشکیلاتي اصلاحاتوله لارې د ملکي خدمتونو دکارکوونکود ظرفیت لوړول دي.

هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې ګومارل کېږي، باید له فوق العاده کاري ظرفیت څخه برخمن وي او د افغانستان ملکي اداروسره د موخو د عملي کولو، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه پروګرام د موخو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.

مینه وال کولی شي د غوښتنې فورمې په حضوري ډول  په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له دفتراو ولایتونوکې یې د دغه کمېسیون له ساحوي دفترونو اویاهم د دغه کمېسیون له ویب پاڼې ترلاسه کړي.  غوښتوونکي کولی شي چې د فورمې له ډکولو وروسته، له اړینو اسنادو لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونوله کاپي سره په کابل کې دکمېسیون مرکزي دفتر او په ټولو ولایتونوکې یې سیمه ییزو دفترونوته وسپاري. غوښتوونکولپاره د ښو اسانتیاوو دبرابرولوپه موخه، د دغه (recruitment@iarcsc.gov.af)  برېښنا لیک له لارې هم  لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونو استول هم د منلو وړ دي.

د دندې موخه:

ددې بست موخه  دشبکو دامنیت ریاست لپاره دپالیسوو او  پروګرامونو  جوړول دي  او په همدارنګه په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ دخدمتونو په برخه کې  دفعالیتونو د ترسره کولو او د انټرنیټي شبکو څرنګوالي امنیت  او هم په نوموړو برخو کې د پالیسو او پروګرامونو درست تطبیق او څارنه ده.

 

دندې او مسولیتونه:

  1. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  عمومي موخو ته د رسیدو  په موخه د معلوماتي امنیتي سیستمونو د ریاست لپاره د طرحو، پالیسیوو او کاري پلانونه جوړول.
  2. د انټرنیټي شبکو لپاره د ا منیتي پالیسوو او طرحو دجوړول او په افغانستان کې ددې تطبیق  څخه ډاډ ترلاسه کول.
  3. د مجازي فضاء څارل او کنټرول او هم دسایبر ملي امنیتي ستراتيژۍ  او د افغانستان دسایبري جرایمو قانون سره سم د حکومتي معلوماتي سیستمونو دامنیتي مسایلو تامینول.
  4. د افغانستان په دولتي ادارو او دفترونو کې دمعلوماتي تکنالوژۍ داساساتو په نظر کې نیول سره نړیوال معیاري(سټنډر) سافټ ویر امنیتي سیستمونه ځای پرځای کول.
  5. په ټول هېواد کې  دسایبر امنیتي معلوماتو څخه دپوهاوي په موخه دپروګرامونو ترسره کول.
  6. په هېواد کې د بهر څخه د رالیږدونکي انټرنیټي خدمتونو  دتنظیم په موخه هغوي ثبت او دتبادل نقطې رامنځته کول.
  7. په هېواد کې دانټرنیټي خدمتونو دچټک غبرګون په موخه یو د یمارټمینټ رامنځته کول.
  8. د Public Key Infrastructure( PKI ) د ټولو عملیاتي فعالیتونو  رهبري او هغوي ته تصدیق ورکول.
  9. د نړیوالو مهمو ادارو لکه ICANN, ISOC.ITU. APT   سره د مخامخو کاري او موثرو اړیکو تنظیمول او همدارنګه په نړیوالو سایبریايي ناستو کې د افغانستان استازيتوب کول.
  10.  په هېواد کې د IPV6    د پروسې د تطبیق رهبري او هغږي کول.
  11. د نړیوالو معیاري امنیتي معلوماتي  شبکو تطبیق او په لاره اچول لکه دبیلګې په توګه دiso 27001,27002, 27003,27004
  12. د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو په ملاتړ د سایبر معلوماتي امنیتي سیستم لپاره د بودجې پیدا کول او نووموړي فعالیتونه هغوي سره همغږي کول.
  13. د  حکومت او خصوصي سکتور پر وړاندې د سایبري حملو او ګواښونو دمخنیوي لارې چارې لټول او په دې برخه کې د اطلاعاتو امنیت او پرمختګ ته د کرپتوګرافي له لارې دهېواد په کچه دمشخصې پالیسۍ جوړول.
  14.  د اړتیا پرمهال  دچارو دښوالي لپاره د وزارت نورو څانګو  او شعبو په ملتیا دنړیوالو کمپویټري تحقیقاتي  شبکو سره همغږي کول.
  15. د وزارت اړونده برخو سره په هېواد دننه د (af ) د ډومینونو د زیات خرڅلاو لپاره دهمکاري میکانیزمونو جوړول.
  16. د کلنۍ بودجې په نظر کې نیولو سره د خپلو کاري پلانونو له مخې خپلې اړتیاوې  او غوښتنې د شبکو د امنیت ریاست دچارو لپاره وړاندیزول.
  17. دخپلو لاسته راوړنو  او فعالیتونو څخه  لوړو ذیصلاح مقاماتو ته د میاشتني،څلور میاشتني او  کلني  راپورونو چمتو کول او ورکول.
  18. د خپلوکارکوونکو داسې ارزونه تر هغوي سره د کار کولو انګیزه رامنځته او د همدې لارې ورسپارل شوې دندې په ښه ډول پرمخ یوسي او د هغوي ظرفیت نور هم لوړ شي.
  19. د کارکوونکو دخدماتو دقانون سره سم او ددې برنامې دخاصو پالیسوو دغوښتنو په پام کې نیولو سره او یاهم د وړتیا لوړلو پروګرام دموخو سره سم او همدارنګه د( CBR) پروګرامونو په پام کې نیولو سره د خپل لاس لاندې د ټولو کارکوونکو دچارو ارزونه ترسره کول.
  20. د کارونو د ښه پرمخ بیولو په موخه که اړتیا شوه، کولی شې دMM-CBR او MIP   پرمختیايي پروګرامونو  د رهبرۍ دوه  تنو استازو سره په میاشت کې دوه ځلې ناستې ولري او خپلې مشورې یو بل سره شریکې کړي، او په ډیر زغم سره د ادارې لخوا ټاکلو اهدافو ته د رسیدو په موخه ناستې ولري او پر دې ځان ډاډمن کړي چې دچارو ارزونه په درست شکل ترسره شوې  او  ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته او همکاري شوې ده.
  21. د تقنیني اسنادو  سره سرم د  باصلاحیته اشخاصو له خوا  د نورو سپارل شوو دندو  ترسره کول.

د توقع وړ پایلې:

دري میاشتې وروسته  ګومارل شوی کارمند  باید څخه تفصیلي کاري پلان د(SMART ) معیارونو او د( CBR) موخو په نظرکې نیولو سره دخپلو دندو لایحې او مسولیتونو  پربنسټ جوړ کړي.

 

د راپور ورکولو مکلفیت:

دمعلوماتي شبکو دامنیت ریس  به د وزارت معلوماتي تکنالوژۍ عمومي ریس ته راپور ورکوي

 

شرطونه او کاري تجربه:

غوښنونکي  باید لږ تر لږه د دغه بست لپاره د دملکي خدمتونو دکارکوونکو د قانون  د  (۷) او (۳۴) مادو په شرایطو برابروي.

  • په دغه رشتو کې لیسانس ولري:  کمپوتر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ، اداره او تجارت، عامه اداره او یاهم نورې کمپیوټري رشتو کې.
  • د دندې اړونده ۳ کلنه کاري تجربه لرل
  • دمعلوماتي تکنالوژۍ په برخه او په خاص ډول سره د معلوماتي امنیتي شبکو د څارنې او کنټرول په برخه کې بشپړ تسلط درلودل.
  • دنړیوالو منل شوو سایبري قوانینو، مقراراتو او طرزالعملونو په برخه کې بشپړ معلومات درلودل.
  • د سایبریايي جرایمو او سایبریايي امنیت په اړه پوره معلومات درلودل.
  • د(PKI ) د انترنیټي تبادلې نقطې دثبت او همدارنګه د ټولو تکنالوژي تخنیکي معلوماتو څخه معلومات درلودل.
  • د مدیریت په ټولو اړونده مسایلو لکه پلان جوړونه،ګرازش لیکنه،داړیکو مهارتونه او همغږۍ باندې تسلط درلودل.
  • د هېواد په رسمي ژبو پښتو یا دري بشپړ تسلط او په انګلیسي ژبه پوهیدل.