د اکتوبر نهمه د پوسټ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت لخوا نن د پوسټ نړېواله ورځ ولمانځل شوه. په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر شهزاد اریوبي پر ګډون د وزارت د رهبري هئيت غړو، د پوستي خدمتونو د شرکتونو مسولینو ګډون کړی وو.

مراسمو ته په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین ډاکټر هادي هدایتي د ښه راغلاست وینا وکړه. هغه وويل چې افغانستان د پوسټ د نړیوالې ټولنې بشپړ غړیتوب لري، چې پدې سره افغان پوسټ کولای شي چې د نړۍ هر هیواد ته د غوټو (پارسلونو) د لیږلو خدمات ترسره کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر شهزاد اریوبي پوستي خدمتونه خورا مهم وبلل او زیاته یی کړه چې موږ د پوستي خدمتونو لپاره پلان لرو ترڅو د دغه خدمتونو د لا عصري کولو په موخه انلاین سیستم ولرو، هیله مند یو چې راتلونکي کالونو کې د دغه بدلونونو شاهد اوسو.
د افغان پوسټ رئیس احمد وحید ویس په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل، او زیاته یی کړه چې افغان پوسټ د پاسپورټ عمومي ریاست سره د هوکړه لیک لاسليک کولو وروسته د هیواد ملي بودیجې ته ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عاید ورکړی دی. همدا شان دوی یادونه وکړه چې د پوستي خدمتونو د عصري کولو په موخه د اذربایجان، امریکا، او د ترکش کارګو سره د هوکړه لیکونو یادونه وکړه.

د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس سید عمر صبور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبري څخه مننه وکړه چې د پوستي خدمتونو له لورې یی د پاسپورټونو په توزیع کې همکاري کړي، او یاده یی کړه چې افغان پوسټ هره ورځ د پاسپورټ د توزیع څخه ۱،۴ میلیونه افعانۍ عاید لري. او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبري څخه یی د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې د ایروپارسل شرکت ته د کار جواز ورکړل شو چې په افغانستان کې د پوستي خدماتو لپاره يې ستره پانګونه کړې.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

ظرفیت ۵ سایت‌ شبکه مخابراتی سلام در مرکز ویک تعداد ولسوالی ها ولایت پکتیکا به تکنالوژی به نسل چهارم (4G) ارتقا یافت

ه منظور بهبود کیفیت پوشش مخابراتی و رسیدگی به مشکلات مخابراتی شرکت مخابراتی...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

در ولسوالی شیگل ولایت کنر یک سایت مخابراتی شبکه سلام فعال و به‌بهره‌ برداری سپرده شد

این سایت مخابراتی به هدف خدمات بهتر مخابراتی با تکنالوژی...

بازگشت به خبر