د الکترونیکی معاملات او امضاء په اړه ورکشاپ ترسره شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په (KDLC) خونه کې، درې ورځنی (تخنیکي ورکشاپ)، د الکترونیکی معاملو او امضا په موخه، د هیواد سایبری امنیت سلاکار ښاغلي زمریالي "وفا" په مشري او همداراز د عدلیې محترم وزارت، موظفو کمیټو محترمو غړیو په ګډون تر سره شو.  

په دې ورکشاپ کې، د ا.ا.ج.عدلیې محترم وزارت ۲۵ تنو مسلکی غړیو ګډون کړی ؤ چې په ترڅ کې یې د یاد قانون د متن پر څرنګوالي، هر اړخیزې خبرې وشوې او همداراز د افغانستان د الکترونیکي معاملو او امضا قانون د مسودې په متن کې، یو لړ تخنیکي او مسلکي اصلاحات هم رامنځته شوه.

د یادونې وړ دی چې د دې قانون له تصویب او توشیح سره به، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وتوانیږي، څو د هیواد او همداراز د نړۍ ټولو هغو هیوادونو په کچه چې له الکترونیکي معاملاتو برخمن دي، د نړیوالو سټنډرډونو په سطحه، الکترونیکي معاملات ترویج او تامین کړي.

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۵۹
Background image

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی رسماً به کارکنان این وزارت معرفی شد

به اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن و الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم ملا عبدالاحد فضلی والی پیشین ولایت فاریاب وزیر جدید ‌تعیین‌ شده‌ای وزارت مخابرات و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

بازگشت به خبر