د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک د مخابراتو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو تر منځ لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ترمنځ د همکاری هوکړه لیک په پوهنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رول تر سرلیک لاندې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي د هوکړه لیک په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې د دغې همکاری موخه د پوهنې او زده کړې په ډګر کې د برښنایي او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه ده.

ښاغلي وزیر زیاته کړه: چې د نوري فایبر او انټرنټ له لارې د هیواد پوهنتونونو نښلول یو بل سره او د نړۍ پوهنتونونو او نور علمي او تحقیقاتي سرچینو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت غواړي چې د هیواد په ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو کې د زده کړې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي وحیدي یادونه وکړه: چې د دغه هوکړه لیک پربنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمن دی چې د هیواد په ټولو ښوونځیو او لوړو زده کړو مرکزونو کې د پوهنې او لوړو زده کړو د پراختیایي پروژو، په ښوونه او تحصیلاتو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د استفادې، د ویډیو کنفرانسونو، وړیا انټرنټ زمینه برابره کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزیره پوهنواله فریده مومند د همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک کیدو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: چې یاد هوکړه لیک د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې په هیواد کې د مؤثرو ښوونیزو پروګرامونو، لوړو زده کړو، مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د ښو او دوامدارو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لاسلیک شوی دی.

آغلې مومند زیاته کړه: چی د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې د پوهنتونونو لابراتوارونه په الکټرونیکي او معلوماتي ټکنالوجۍ باندې تجهیز او انټرنټ سره و نښلوي، استادانو او محصلینو لپاره کمپیوتري او معلوماتي ټکنالوجۍ زده کړه تقویه او په تدریج سره د پوهنې تدریسي او تعلیمي نصاب د کمپیوټر په ذریعه په بصري او سمعي تعاملي تعلیماتو بدل کړي.

همدا راز د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي پخپلو خبرو کې وویل: چې د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د الکټرونیکي وسایلو او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې په موخه هراړخیز پروګرام جوړ کړي.

هغه زیاته کړه: چې استادانو او شاګردانو لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ تعلیمي نصاب د تطبیق له لارې معیاري ښوونیزه زمینه برابره کړي او د پوهنې تدریسي او تعلیمي نصاب د کمپیوټر په ذریعه بشپړ او پرلیکه زده کړو زمینه برابره کړي.

 

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شرکت اتصالات در ولسوالی سیاه گرد غوربند ولایت پروان صورت گرفت

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان و تیم تخنیکی مشترک اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور فراهم نمودن...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

نظارتی به هدف جلوگیری از فعالیت‌های پُستی غیر قانونی در ولایت کنر انجام شد

طی این نظارت از فعالیت آن تعداد شرکت‌های که در بخش خدمات پُستی فعالیت می‌کردند توصیه شد که از ارائه خدمات پُستی غیرقانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

اعلان اشتراک در پریزنتیشن‌های علمی ـ تحقیقی در نمایشگاه تکنالوژی معلوماتی (Research Presentations from Academia)

هدف این برنامه تقویت همکاری میان پوهنتون‌ها، مراکز علمی ـ تحقیقی و صنعت تکنالوژی معلوماتی، شریک ‌سازی...

بازگشت به خبر