افغان بیسیم مخابراتي شرکت ته د 3G جواز ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۲ کال د حوت میاشتې په ۲۸ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو افغان بیسیم مخابراتي شرکت ته د 3G ټکنالوجۍ جواز ورکړل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین چې په یاد کنفرانس کې ګډون کړی و افغان بیسیم مخابراتي شرکت ته د نوي نسل 3G د صادریدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د خوښۍ ځای دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د نوي ټکنالوجۍ د لا ودې او پراختیا په لور یو بل ګام اخلي هغه همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رول باارزښته وباله او ویې ویل: معلوماتي ټکنالوجۍ د ژوند په اقتصادي – ټولنیزو، فرهنګې، ښه حکومتولۍ او نورو برخو کې بنسټیز رول لوبوي .

ښاغلي امیرزی سنګین زیاته کړه چې زمونږ موخه د نوي او عصري ټکنالوجۍ په واردولو سره هیواد والو ته د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې د لا ډیرو اسانتیاوو برابرول دي. تر اوسمهاله په هیواد کې د مبایل خدمتونه د پام وړ وده کړی او تقریبا د هیواد ټول وګړي ترې ګټه اخلي.

هغه وویل: د انټرنټ خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هڅې شوي چې تر اوسمهاله په ۲۰ ولایتونو کې د 3G خدمتونه فعالې شوي او زمونږهدف دا دی چې تر راتلونکي یوه کال پورې به ۸۰ سلنه هیواد وال انټرنټي  خدمتونو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

ښاغلي سنګین وویل: چې د 3G د جواز د صادریدو په لړ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا څه موده مخکې د 3G وروستۍ جواز د قانوني مراحلو په بشپړیدو سره سلام مخابراتي شبکې ته ورکړل شو او په ټولیزه توګه تر اوسمهاله ۴ مخابراتي کمپنیو هر یو ( اتصالات، MTN ، روشن او سلام) ته د 3G د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي امیرزی سنګین وویل: چې د مخابراتو په چارو کې د وزیرانو شورا کمیټې د مخکیني پریکړې سره سم اوس افغان بیسیم مخابراتي شرکت دې ته حاضر شوی دی چې د دریم نسل نوې ټکنالوجۍ (3G) جواز د ۲۵ ملیونو ډالرو پر وړاندې تر لاسه کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هیله لري چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت ته د 3G جواز په صادریدو سره به په مخابراتي مارکیټ کې سیالي نوره هم چټکه شي او هیوادوالو ته به با کیفیته او په مناسب قیمت خدمتونه برابر  شي.

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۵۹
Background image

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی رسماً به کارکنان این وزارت معرفی شد

به اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن و الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم ملا عبدالاحد فضلی والی پیشین ولایت فاریاب وزیر جدید ‌تعیین‌ شده‌ای وزارت مخابرات و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

بازگشت به خبر