د ای ټی مسلکی وړتیاوو دلوړولو په برخه کی د تړون لاسلیک

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د د لوړو زده کړو رڼا، کاروان اود هندوستان Aptech تحصیلي موسسو

 تر مینځ په هیواد کې مخابراتي او معلومتي ټکنالوجۍ سکټور د خدمتونو د لا ښه کیدو او په ټول هیواد کې د اقتصادي پراختیا او کار موندنې په موخه د لوړ بانډوید په واسطه د اړیکو، مبایل ټلیفون او د IT سکتور ظرفیتونوودې لپاره تړون د یومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرستیال ښاغلي بریالی حسام په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په بیلا بیلو لکه موبایل خدمتونه، 3G، انټرنیټ او نوري فایبر په برخو کې د پام وړ او چټک پرمختګ په اړه لنډ معلومات ورکړل. ښاغلي حسام زیاته کړه: د دغه هوکړه لیک موخه په افغانستان کې د ای سي ټي په برخه کې پرمختګ، د خدمتونو د کیفیت لوړول او د کار او شغل زمینې برابرول دی.

ښاغلي بریالی حسام وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د IT په سکتور کې د مهارتونو د ودې د پروژې به اوسنۍ دوره کې ۶ تخصصی پروګرامونو ته ځای ورکړی چې په لاندې ډول دي: د سیستم مدیریت، شبکه جوړونه او د معلوماتو امنیت، مایکروسافټ ټکنالوجۍ، ډیټابیس مدیریت، ویب ډیزاین او وده او د سافت وئیر وده. په همدې موخه د داؤطلبۍ بشپړیدو وروسته د لوړو زده کړو (رڼا، کاروان او هندوستان Aptech تحصیلي موسسې د زده کړی په دې بهیر کې چې د۲۰۱۴ – ۲۰۱۵ کلونو کې تر سره کیږي قرارداد لاسلیک کیږي. اوهیله لرو چې د هوکړه لیک په پلي کیدو سره په څو راتلونکو کلونو کې د معلوماتی ټکنالوجۍ څخه د خپل ژوند په ورځني چارو کې ګټه پورته کړو. هغه یادونه وکړه: چې د یادو موسسو هر یو د IT 350 مسلکی کسان د 16 میاشتو په موده کی د ۴۰۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د مالیې په شمول په هیواد کې زده کړه ورکوي. چې په ټولیزه توګه ۱۰۵۰ تنه په یادو برخو کې د لوړو زده کړو مو سسو لخوا زده کړه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې دغه بهیر په ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ کلونو کې د کار دان ، نړیوال انفوټیک خصوصي (InfoTech ) – سنګاپور او رڼآ ټکنالوجۍ لوړو زده کړو موسسو لخوا تر سره شوه چې۱۵۰ تنه محصلینو ته د IT  په برخه کې زده کړې  کړي دي.

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شرکت اتصالات در ولسوالی سیاه گرد غوربند ولایت پروان صورت گرفت

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان و تیم تخنیکی مشترک اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور فراهم نمودن...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

نظارتی به هدف جلوگیری از فعالیت‌های پُستی غیر قانونی در ولایت کنر انجام شد

طی این نظارت از فعالیت آن تعداد شرکت‌های که در بخش خدمات پُستی فعالیت می‌کردند توصیه شد که از ارائه خدمات پُستی غیرقانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

اعلان اشتراک در پریزنتیشن‌های علمی ـ تحقیقی در نمایشگاه تکنالوژی معلوماتی (Research Presentations from Academia)

هدف این برنامه تقویت همکاری میان پوهنتون‌ها، مراکز علمی ـ تحقیقی و صنعت تکنالوژی معلوماتی، شریک ‌سازی...

بازگشت به خبر