په تیره لسیزه کې افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پام وړ وده او پرمختګ کړی دی

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او نندارتون په لومړني نړیوال  کنفرانس کې چې په کابل کې جوړ شوی و؛ وینا وکړه او ویې ویل: افغانستان په تیره یوه لسیزه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د پام وړ پرمختګ کړی، او لومړنی نړیوال مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او نندارتون یې چې په کابل کې جوړ شوی و با ارزښته وباله.

یاد کنفرانس او نندارتون د روان ۱۳۹۲ کال د تلې میاشتې له ۲-۴ نیټې پورې په کابل کی په لاره اچول شوی و.

ښاغلي امیرزي سنګین په افغانستان کې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو په هکله وویل: تیر کال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانستان اسلامي دولت وزیرانو شورا ته، په هیواد کې د نړیوال مخابراتی او معلوماتي ټکنالوجۍ د کنفرانس د جوړیدو طرح وړاندې کړه چې د تصویب وروسته د جمهوری ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ د کنفرانس په جوړولو وګمارل شو، د کنفرانس جوړولو لپاره یوه کمیټه چې د یو شمیر وزارتخونو او امنیتي ارګانونو څخه منځته راغلې وه هم ددغه کنفرانس د ښه جوړېدو په موخه تعیین شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین وویل د کنفرانس موخې په افغنستان کې معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي پرمختګونو ښودل، د تجربو شریکول، سیمه ایزې همکارۍ او د معلوماتي ټکنالوجۍ پر اهمیت رڼا اچول و چې په دې هکله یې لاندې څو ټکي په ګوته کړل:

  • د اړوندو لورو تر منځ د سیمه ایزې همکارۍ د تقویې له لارې د اقتصادی ودې لپاره د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د عامولو چټکتیا او د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان د نقش پیاوړتیا.
  • د سیمې د هیوادونو تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د پوهې او غوره تجربو ګډون.
  • د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا او په سیمه کې د ملګرو ملتونو د زریزې موخو د تر لاسه کولو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ځواک څخه د موثرې ګټې اخیستنې په موخه د کارنده پالیسیو او چوکاټونو له لارې د رغنده چاپیریال برابرول.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په پراختیا کې د افغانستان دلاسته راوړنو او ځواکمنتیا ښکارندوینه.

همدا راز ښاغلي سنګین د معلوماتي ټکنالوجۍ د اهمیت په اړه وویل: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ سره نړی په یوه معلوماتي ټولنه بدله شوی ده چې د هیوادونو د ټولنیزو اړیکو پر پراختیا، سیاسي بدلونونو او اقتصادي ودې باندې یې ژوره اغیزه کړې ده.

د مخابراتو وزیر ښاغلي امیرزي سنګین په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ په اړه څرګنده کړه:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دولت د پالیسیو، قانوني چوکاټ او روښانه میکانیزم پر بنسټ عمل کړی او مهمې لاسته راوړنې یې تر لاسه کړې دي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې اوسمهال د هیواد ۹۰ سلنه ساحې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستل شوې، شل میلیونه وګړي عملا د مبایل ټلیفون څخه ګټه اخلي، د انټرنټ د یو ام بی قیمت په ۹۷ دالرو پلورل کیږي چې د پام وړ کموالی ښیی، د لاښه او چټک انترنیټي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د 3G جواز صادر شوی، د نوري فایبر حلقوي رنګ کار د بشپړیدو په حال کې دی او تر راتلونکي کال پورې به د هیواد ۸۰ سلنه وګړي د انټرنټ خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې د الکټرونیکي پیژندپاڼو تخنیکي سیستم جوړول او ډیزاین، د تلویزیوني شبکو اړول له انالوګ څخه ډیجیټل ته په هیواد کې د نوې ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه د ترقۍ پر لور یوبل ستر ګام دی. ښاغلی وزیر ټینګار وکړ چې پر دې هیڅکله بسنه نه کوو. د ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه او د هغه کارول دولتي او شخصي چاروکي پراختیا ومومي او آن تر دې چې راتلونکې ټاکنې باید د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستنه تر سره شي. 

د یادونې وړ ده چې یاد کنفرانس او نندارتون د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په نوښت جوړ شوی و.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

اعلان واگذاری (انتقال) سهام جواز VAS شرکت خدماتی افغان پی

(نظر به این‌که پروسه واگذاری (انتقال) سهام شرکت افغان پی در اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) جریان دارد، بدین‌وسیله به تمام مراجع و اشخاص ذیربط اطلاع داده می‌شود تا به‌منظور تصفیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۲۵
Background image

کار ساختمانی یک آنتن مخابراتی در شهرک مهاجرین در ولایت لوگر ۸۰ فیصد تکمیل شده است

با تکمیل این پروژه که بر اساس درخواست مسئولان ولایتی و باشندگان محل، در جریان...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

زیر چتر معاونیت اقتصادی ا.ا.ا سیستم دیجیتلی مدیریت اسناد و مکتوب‌ها به بطور آزمایشی برای ۱۳ وزارت کشور توضیح گردید

ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، به رهبری محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری وزارت، به منظور تسریع امور و...

بازگشت به خبر