افغانانوته د متحد ایالاتو مستقمي مرستي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 دامریکامتحده ایالاتو نړیوالې پرمختیايي ادارې د افغانستان حکومت سره د مستقیمو مرستو تړون لاسلیک کړ

په هغه غونډه کې چې دحکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوی وه د امریکا د محتده ایالاتو سفیر ښاغلي کارل ایکنبیری ، د امریکا د نړیوالي پرمختیایي ادارې مشر ښاغلي ارل ګست د مالي وزیر ښاغلي عمر زاخیلوال دمعارف وزیر ښاغلي فاروق وردګ ، د ټولوګټو وزیر ښاغلي عبدالقدوس حمیدی ، د کانونو وزیر ښاغلی وحیدالله  شهرانی  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات  او د عامې روغتیا مرستیالې اغلي نادره حیات برهانی او د رسینو استازو ګدون کړی وو . بیلا بیل سندونو لاسلیک کړل

لومړی ښاغلي عمر زاخیلوال د  دغو مرستو په اړوند د غونډي برخوالوته مفصل معلومات وکړل او زیاته یي کړه د( USAID  ) له مستقیمو مرستو څخه به ( ۵)  وزارتونه  برخمن شی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  د بريښنايي حکومتوالي پروژه او د معارف وزارت د کیفیت د لوړولو په برخه کې دغه راز د ټول ګتو وزارت او د عامه روغتیا په سکتور کې تیریي ګټه واخیستل شی . همداراز دغه مرستې به د افغان حکومت له لاری او د افغان حکومت په خوښه لګول کیږی او افغاني ادارې به د دې جوګه شی چې دغه مرستي په سمه توګه مصرف کړي .

وروسته  بیا د امریکا سفیر ښاغلي ایکنبیری وویل : نن د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره او د افغانستان اسلامی دولت سره یو ځای شول ترڅو افغانانو ته ښه ژوند  ور  په برخه کړي . د دې پروژې په اعلانولو او د وزارتونو لخوا د دې مرستو  اداره کول د افغانستان خلکو لپاره یو ښه زیری دی.

ورستا بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د سند د لاسلیک کولو پرمهال وویل : ۳،۹ ملیون ډالره د پریښنایی حکومتوالي په برخه کې ځانګړی شوي دي، چې په شفافه توګه ولکول شی.

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی شکین ولایت پکتیکا

به منظور ارائه خدمات مخابراتی و انترنتی به مناطق دورافتاده کشور، سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های یک تعداد شبکه های مخابراتی در ولایت سمنگان

در جریان این نظارت، اطمینان حاصل شد که تاکنون سیمکارت‌هایی که از طرف شبکه‌های مخابراتی برای نمایندگی های...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های جدید در ولایت ننگرهار

طی این نظارت مشخص شد که جریان فروش سیمکارت‌های جدید شبکه‌های مخابراتی در این ولایت...

بازگشت به خبر