پکتیکا ولایت جاني خیلو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۵:۵۸
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شبکې په ګډو هڅو د یاد ولایت جاني خیلوولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه انټرنېټي سایټ ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سلام مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د پکتیکا ولایت جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ د فعالېدو اړوند خبرتیا!

نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ میاشتې ۱۳مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه، د وزارت د درې گوني ټاکل شوي هیأت...

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرېدونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره تل هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ تر څنګ...

بېرته خبرونه ته