د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام سي سي چینايي شرکت له عمومي رئیس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۷:۱۱
وزیر صاحب مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له عمومي رئیس ښاغلي وانګ جي چینګ او مل پلاوي سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او همدا راز د مصنوعي ځیرکتیا اړوند خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ام سي سي چینايي شرکت عمومي رئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ هېواد کې د ټکنالوجۍ په برخه کې په شته فرصتونو معلومات وړاندې کړل او همداراز یادونه یې وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي.

ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې اوس وخت کې د نړۍ په هره برخه کې د ټکنالوجۍ د پرمختګ له مخې د مصنوعي ځیرکتیا وده چټکه شوې او د سالمې استفادې په صورت کې د چارو د آسانتیاو لپاره ترې په لوړه کچه ګټه اخیستل کېږي.

ورته مهال د ام سي سي چینايي شرکت عمومي رئیس ښاغلي وانګ جي مننه وکړه او همدا راز یادونه یې وکړه چې اوس مهال یاد شرکت د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ مس عینک سیمه کې د نړۍ د سترې پروژې د مسو د کان قرارداد له ځانه سره لري او هیله یې وښوده چې یاده سیمه کې غوره مخابراتي چوپړ په موخه ورته آسانتیاوې برابرې شي نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې د یاد کان د چارو د ښه مدیریت لپاره یې افغان کادرونه د ټکنالوجۍ په برخه کې چین هېواد ته استولي چې د مصنوعي ځیرکتیا د زده کړې سربیره به ورسره د کان کیندنې د چارو مدیریت او پرمختګ هم چټک شي.

په پای کې ښاغلي وزیر صاحب د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ د مس عینک سیمه کې د یاد شرکت د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ او همداراز یادونه یې وکړه چې هېواد کې د افغان کادرونو د ظرفیت د لوړونې په موخه او په ځانګړي ډول اوس مهال له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې په دور کې د ظرفیت جوړونې او آسانتیاو د راوستو په موخه پوره هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته