بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د روش مخابراتي شرکت ۴جي انټرنيټي خدمتونه پیل شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۲:۳۸
ولایت بلخ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونې او د ولایتي ریاست په هڅو بلخ  ولایت  دهدادي ولسوالۍ کې روشن مخابراتي شرکت خپل ۴جي خدمات پیل کړل چې له مخې به یې د یاد شرکت مشترکین وکولای شي ښه خدماتو ته لاسرسی ولري.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي سردار ولي ثاقب دغې ولایت کې د مخابراتي خدمتونو پر کیفیت لوړوني او لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ښاغلي مولوى سردارولي ثاقب په خبره بلخ ولایت یو ګڼ مېشتی ولایت دی او اړتیا ده چې دې ولایت کې مخابراتي چوپړ ډېر او کیفیت یې لوړ شي، نوموړي له ټولو مخابراتي شرکتونو غوښتنه وکړه چې بلخ ولایت ته باید ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو ولسونه یې له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي، د نوموړي په خبره دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس هڅه کوي بلخ ولایت کې د مخابراتي خدمتونو کیفیت سم او لرو پرتو سیمو ته مخابراتي چوپړ ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته