د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۴:۴
گزارش هفته وار وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد ګڼو سیمو کې د نویو مخابراتي سایټونو د جوړېدو له کاري بهیر څخه څارنه کړې، کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د غیر اخلاقي سایټونو څخه څارنه تر سره شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی تېرې یوې اوونۍ کې د هېواد ګڼو ولایتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولایتي ریاستونو ښوونیزو مرکزونو څخه ګڼ شمیر زده کوونکي فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونو د هېواد یو شمېر سیمو کې د مخابراتي خدمتونو څخه د بې برخو سیمو څخه لیدنه، څارنه او دیوشمیر نویو مخابراتي سایټونو د فعالیت د پیلولو افتتاح  کړې.

 د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د زندانونو چارو سمون ادارې سره د الکټرونیکي حاضرۍ د سیستم جوړونی او تطبیق په موخه هوکړه لیک هم لاسلیک کړی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته