د بامیانو ولایت په لومړي او دویم نمبر یکاولنګ ولسوالیو کې د دوه و نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه
د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د بامیان ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د بامیانو ولایت په لومړي او دویم نمبر یکاولنګ ولسوالیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټی ډي اف لسمې پروژې له لارې د دوو نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.
د یاد مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.