د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۱۹
افغانستان و ترکمنستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او همدا راز د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د عشق آباد او کابل اړیکې یې د وروۍ او د دوه ښه ګاونډیانو وګڼلې او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت په ګډه کار کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني اوسني دور کې ټکنالوجي د وخت اړینه اړتیا یاده کړه او زیاته یې کړه چې د ډیټا د انتقال لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي او همدا راز هېوادونه اوس مهال په دې هڅه کې دي چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي چې مونږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او هڅه کوو په دې برخه کې نور لازم اقدامات هم ترسره کړو.

د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه وکړه چې اوسمهال دواړه هېوادونه په دې بوخت دي چې د فایبر غځونې او سایبر سیکیورټي په برخه کې په ګډه کار وکړي چې د همدې موخې د تعقیب لپاره وخت وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت استازو یاد هېواد ته سفر درلود او په ځینو مهمو مواردو یې بحث او خبرې کړي او ځینې تفاهم لیکونه یې هم لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲۲
Background image

خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د لوگر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي شبکو له استازو سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د افغان بیسیم، اتصالات، روشن او اټوما مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور پر زیربناء...

بېرته خبرونه ته