د 1400 مالي کال کې د وسایطو د بیارغونې او اړتیا وړ پرزه جاتو تدارک او برابرولو لپاره د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د داوطلبی شمیره: MCIT/1400/NCB/G-11

د قرارداد نوعیت: مؤافقت نامه چارچوبی

د بودجی نوعیت: عادی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د 1400 مالي  کال کې د وسایطو د بیارغونې او اړتیا وړ پرزو تدارک او برابرولو لپاره  د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۰/۲/۲۸ نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي. همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF  او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې اته نوي زره او شپږسوه او نه پنځوس (۹۸۶۵۹) افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه دی د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۰ کال د غویي د میاشتې په ۲۸ نیټه (د سه شنبې په ورځ) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ د باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

په درنښت

معصومه خاوري

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیره

Documents

شرطنامه داوطلبی تهیه و تدارک پرزه جات و ترمیمات وسایط نقلیه ضرورت سال مالی ۱۴۰۰

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders