د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین پای ته ورسید

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۶:۱۷
کمپاین ۱۶ روزه محو خشونت علیه زنان

د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین د پای پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا ‏په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شو‎.‎

پدې برنامې کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیرې آغلې معصومه خاوري، د ولسي جرګې غړې آغلې ګل روخ ‏بدخشي، د ښځو چارو وزارت حقوقي رییس آغلې ګل مکۍ صافي، د ملي پخلاینې معینیت جندر مسئول، د بیلابیلو ادارو ‏رییسانو، د وزارت کارکوونکو او رسنۍ ګډون کړي وو‎.‎

په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره د ‏‏۱۶ ورځني کمپاین، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په اړه د پوهاوي لوړولو، او په کاري چاپیریال کې د جندر ‏پراساس ځورونې مخنیوي پر اهمیت خبرې وکړې‎.‎

بانو معصومه خاوری وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

اغلې خاوري د ښځو د بشري حقونو د تامین او د فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوی د مساوي شتون لپاره د ‏حکومت لخوا چمتو شوي ستراتیژیو او میکانیزمونو ته په اشارې سره وویل چې په کورنو، ټولنه او دفترونو کې د میرمنو ‏اوسنی وضعیت مطلوب او د ډاد وړ دی، خو دا کافي ندي‎.‎

نوموړې په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه به د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ ‏کې د ښځو ګمارنې ته لومړیتوب ورکوي او د امکان تر حده به د دوی ملاتړ وکړي. همداراز هغې ژمنه وکړه چې په تخنیکي او ‏ټکنالوجۍ برخو کې د ښځو د ظرفیت لوړولو او حضور د زیاتوالي په خاطر، به یو شمیر ښځینه زده کونکي د کمپیوټر ساینس ‏پوهنځي یو کلن انترنشپ پروګرام کې چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ډیجیټل کاسا پروژې له لارې پیل کیږي جذبوي‎.‎

گل رخ بدخشی

ورپسې، د ښځو چارو وزارت حقوقي رییسې آغلې گلروخ بدخشي د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو په موخه د ۱۶ ‏ورځني کمپاین په اړه د حسینیه صافي پیغام ولوست او د نارینه او ښځو ترمنځ مساوي حقونو او امتیازاتو باندې ټینګار وکړ‎.‎

د سولې د عالي شورا مرستیاله محترمې ګل مکۍ صافي هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو په اړه د پوهاوي ‏لوړولو کمپاین یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د دې بریا له امله یې مخابراتو وزارت ته مبارکي وویله‎.‎

بیا د مخابراتو وزارت د جندر مسؤلې ملالۍ یوسفزۍ او د ډیجیټل کاسا پروژې د جنډر مسؤلې محترمې وږمه کوهستانۍ ، هم د ‏ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پروړاندې د پوهاوي لوړولو د ۱۶ ورځني کمپاین او په کاري محیط کې سالم چاپیریال رامنځته ‏کولو پراهمیت خبرې وکړې‎.‎

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

کاپیسا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

د یاد سایټ د رغنیزو چارو له جریان څخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي مولوي دلاور برهان،  اترا ادارې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

بېرته خبرونه ته