له دریو انټرنیټي شرکتونو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هوکړه:
نن یک شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې ۱۵ نېټه، درې انټرنیټي شرکتونه افغان ټلیکام، رها نیټ او نارت ټلیکام، د یوه تازه تړون له مخې د افغانستان انټرنیټ تبادلې له ملي مرکز یا (NIXA) سره وتړل شول.
د دغه تړون له مخې به، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ای ټي سرپرست رییس عزیز تقوا او انټرنیټي شرکتونو مشرتابه هییت تر مېنځ لاسلیک شو، یاد شرکتونه هیوادوالو ته په کمه بیه او لوړ کیفیت انټرنیټ خدمتونه وړاندي کوي.
تر دې دمه، د هیواد له شاوخوا ۶۰ انټرنیټي شرکتونو څخه ۱۶ هغه یې له نکسا مرکز سره نښلول شوي او د پاتې نورو شرکتونو د نښلولو کار روان دی، چې له بشپړېدو سره به یې د هیواد په کچه انټرنیټي بیې راکمې او کیفیت لوړ شي.