د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ساینس او نوښت ریاست له خوا د پنځو غوره ټکنالوجی طرحو ټاکنه

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۶:۰
ساینس او نوښت

نن سه شنبه د ۱۳۸۹ کال مرغومې میاشتې لسمه نېټه، په کابل کې د یو شمېر پوهنتونو رییسانو او محصلینو په ګډون، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ملاتړ د ساینس او نوښت ملي خوځښت په نوم غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد هادي هدایتي، دغه راز ملي خوځښتونه د ځوان نسل هڅوونې په برخه کې ستر ګام وباله.
ښاغلي هدایتي زیاته کړه: «مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تېره یوه نیمه لسیزه کې، د څېړنې او نوښت په برخه کې پام وړ کار ندی کړی، په داسې حال کې چې دا دواړه برخې د خلکو له امنیت سره نېغه اړیکه لري او مونږ خوښ یو، چي د څېړنې، نوښت او ځوانو کدرونو د هڅوونې په برخه کې پام وړ پروژې تر لاس لاندې لرو.»
په غونډه کې د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما ثمر هم، د ژوند پر بېلابېلو برخو او اړخونو د ټکنالوژۍ پر ارزښت او اغېز خبرې وکړې.
اغلې ثمر وویل: « د نړۍ په هر ګوټ کې، له روغتیايي برخې نیولې، بیا د امنیت او ژوند نورو اسانتیاوو اغېزمنتیا او ثبات یوازې او یوازې د ساینس، نوښت او ټکنالوژۍ پر مټ تر لاسه شوي.»

mcit

د نوموړې په وینا، همدا ساینس او ټکنالوژي ده، چې مونږ ته انساني کرامت راپېژني او له تعصب پرته د ژوند ټولې چارې په کم لګښت او عادلانه ډول پر مخ وړي.
د غونډې په وروستیو شېبو کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ساینس او نوښت ریاست مشر پوهنوال ډاکټر جاوید احمد بکتاش، د ساینس په برخه کې پر لار اچول شوې سیالۍ اړتیا ته په اشارې زیاته کړه، مونږ له دې لارې د شاوخوا پنځوس پوهنتونونو طرحې وارزولې، چې ډېری هغه یې هیله بښونکې وې.
ښاغلي بکتاش زیاته کړه: « ساینس او نوښت د افغان ولس له سترو اړتیاوو او هیلو څخه یوه یې ده، خو لکه څنګه چې دلته ورته اړتیا ده هغسې وده یې نه ده کړې، مونږ د دا ډول پروګرامونو له لارې ځوانان هڅوو، چې ساینس او ټکنالوژۍ د ژوند الګو وټاکي
د غونډې په پای کې، د هیواد له شاوخوا پنځوس خصوصي او دولتي پوهنتونو څخه د فناوري په برخه کې له راټولو شویو هغو، د پنځو غوره طرحو جوړوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته