د ۴ ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو کې د ۲سوه ۶۹ میلیونه ۳ لکه ۶۶ زره افغانیو په ارزښت ۳۱ مخابراتي آنټنونو قرارداد لاسلیک شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي ایف یوولسمې پروژې په مالي لګښت او تمویل د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول د فرضي کرښې په امتداد د کندهار، هلمند، پکتیکا او زابل ولایتونو ۱۳ ولسوالیو کې د ۳۱ مخابراتي آنټنونو د جوړولو تړون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي انجنیر علي الله سروري تر منځ لاسلیک شو.
د دغې تړون په موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د هېواد محرومو سیمو او په ځانګړي ډول د کرښې په امتداد پرتو ولسوالیو ته د مخابراتي خدمتونو رسول د وزارت یو له اساسي دندو او لومړیتوبونو څخه یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د هېواد ټولې هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي د چوپړ د پراختیا په موخه به یې هلې ځلې دوام مومي.
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت خپله هغه ژمنیتا سر ته رسوي چې د هېواد په ټولو برخو کې به خدمات په عادلانه او د متوازن انکشاف اصل په پام کې نیولو سره سرته رسوي او زمونږ د خدماتو د رسولوی یوازیني هدف د خلکو ستونزې حلول او د دوی مشکلاتو ته پر وخت رسېدنه ده.
په دغې غونډه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروي خوښي څرګنده کړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو او محرومو برخو ته د خدماتو د رسولو په برخه کې همکار دی او ډاډ یې څرګند کړ چې د ۳۱ مخابراتي آنټنونو نصب او تطبیق په برخو کې به پوره هلې ځلې کوي څو پر وخت او د تړون د مادو په اساس سر ته ورسېږي.
د تړون له مخې د ۳۱ مخابراتي آنټنونو له ډلې ۱۴ آنټنونه د کندهار په سپین بولدک، معروف، ارغستان، شورابک او ریګستان کې ۱۲ آنټنونه د پکتیکا په برمل، ګومل، وړممۍ او تروې ولسوالیو کې ۴ سایټونه د هلمند په ریګ خانشین دیشو او یو مخابراتي آنټن به د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې جوړ او د چوپړ د وړاندې کولو په موخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د ټي ډي ایف یوولسمه پروژه داسې مهال پیلېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د محرومو سیمو د پوښښ په موخه لسمه پروژه پلان شوه او۵۳۰ مخابراتي آنټنونه پکې په پام کې نیول شوي وو، چې له ډلې یې تر دې دمه ۴۳۰ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې آنټنونو د تطبیق چارې روانې دي.
هممهاله، د لرو پرتو، سرحدي او فرضي کرښې په امتداد د مخابراتي او انټرنېټي ستونزو د حل په موخه د یوولسمې پروژې د تطبیق چارې هم پیل شوې دي، چې د ۳۱ سایټونو په ګډون تر دې دمه د ۵۰ مخابراتي آنټنونو تړونونه لاسلیک شوي دي.
