د انټرنیټ مدیریت نړیوالې ټولنې (IGF) په څوارلسمه غونډه کې د محمد فهیم هاشمي ګډون

ashiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۹:۵۳
Minister of Communications and Information Technology attends at the 14th Internet Governance Forum in Germany

د انټرنیټ مدیریت نړیوالې ټولنې څوارلسمه غونډه، د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي او نړۍ شاوخوا دوه زره نورو ګډونوالو په شتون تېره سه شنبه، د نومبر میاشتې ۲۶ نېټه په المان هیواد کې پیل شوه.

غونډه د «یوې نړۍ، یوې شبکې، یوه لیدلوري» تر محوري شعار لاندې، د المان لمړۍ وزیرې انګلا میرکل په وینا پیل شوه، چې د دریو مهمو لومړیتوبونو، اطلاعاتو مدیریت، ډیجیټلي ظرفیت او خوندیتوب، انعطاف او پایښت په موخه به خپلو چارو ته دوام ورکوي.

IGF

په پام کې ده، دغه نړیواله غونډه به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پوري د نړۍ شاوخوا درې ملیارده کسانو ته، د انټرنیټ رسولو پر چارو هم هر اړخیز بحث وکړي. د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي هم وایې، چې وزارت یې د انټرنیټي خدمتونو د ښه والې په موخه هڅې کوي.

نوموړي د نورو هیوادونو استازو ته پر دغه چاره د ټینګار تر څنګ وویل: «انټرینټ یوه نړیواله پدیده ده او افغانستان هم له نورو هیوادونو سره د همغږۍ له لارې غواړې، هیوادوالو ته د ارزانه او لوړ کیفیت لرونکي انټرنیټ اسانتیا چمتو کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته