د RTDMS پروژې د تطبیق د بهیر څخه د څار مؤظف پلاوي سره تعارفي لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۱ - ۱۶:۱۳
ملاقات تعارفی با هیئت ناظر بر تطبیق پروژه RTDMS

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن د خپل کار په دفتر کې د Real Time Data Management System پروژې د تطبیق د بهیر څخه د څار مؤظف پلاوي سره تعارفي لیدنه وکړه.

ښاغلي اريوبي د ياد پلاوي سره د معلوماتو شریکولو، د يادې پروژې د ټولو اسنادو سپارولو او تر ننه د ټولې پروسې په اړه خبرې وکړې او اړوندو ادارو ته يې لازمه لارښوونه وکړه چې په خپله برخه کې د پلاوي سره همکاري وکړي
د ملي تدارکاتو محترم کميسيون ذ تدارکاتو قانون او اړوندې کړنلارې د احکامو په نظر کې نيولو سره د ۱۳۹۷ د کب مياشتې په ۱۹مه نېټه په ۱۸۱ جلسه کې، د ۳۱۴۲ پرېکړې پر اساس د RTDMS پروژې د تطبیق د بهیر څخه د څار مؤظف پلاوی ټاکلی چې د افغانستان د روڼتيا څار سازمانIWA ، معلوماتو ته د لاسرسي کمېسيون، د IT شرکتونو اتحاديې، د تدارکاتو ملي ادارې او احصائيې مرکزي ادارې استازي په کې شامل دي چې په ننۍ ناسته کې د ملي احصائيې ادارې او د افغانستان د روڼتيا سازمان استازو ګډون نه درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به د داخلي ارزونې او ارزيابۍ تر څنګ له پېل څخه تر اوسه پورې، ددغه پروژې ټول اړوند اسناد د ياد کمېسيون سره شریک کړي.

ياد پلاوی په پوره خپلواکۍ خپل کارونه مخته وړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د تدارکاتو ملي اداره ورته د ټولو اسانتياو برابرو په برخه کې همکاري کوي.

د RTDMS پروژې پر تطبیق د څار کمېټه به له نږدې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اړوندو شرکتونو په له نږدې کار کوي، تر څو د RTDMS سيستم جوړلو له بهیر څخه نظارت وکړي او د خپلو کارونو د تنظیم په موخه داخلي کړنلاره جوړوي چې له مخې به يې خپلې چارې او کارونه تنظیموي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته