د مخابراتي خدماتو د پراختيا تر څنګ به ډېر ژر د انټرنېټ بې را ټيټې او کېفيت لوړ شي
نېټه 4 جدي(مرغومی) ۱۳۹۷
په لومړي ځل یو دولتي شرکت د رسنیو له لارې ملت ته د لاسته راوړنو او مالي چارو حساب ورکړ او د راتلونکي کال پلانونه يې ورسره شریک کړل.
د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند سائر ځلاند او د افغان ټېلې کام شرکت رئیس اجمل عيان په تېر يو کال کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې، زیاته يې کړه چې سږ کال افغان ټیلې کام مخابراتي شرکت د یو لړ مثبتو او ګټورو اصلاحاتو شاهد وو ، چې د مالي او اداري،بشري سرچینو،سیم لرونکي او بیسیم برخې د پراختیا باعث شو.
د دندو لایحې،د تشکیلاتو بیا کتنې،صورت حساب سیستم پراخیدل،نوري فایبر شبکې پراخوالی،مالي برخه کې د مدرنو سیستمونو کارول، د سلام او معلوماتي ټکنالوژی کې نوښتونه او مطالعې او ورسره د سټلایټ برخې مثبت تغیرات هغه ځانګړي او اساسي بریاوې دي چې یادونه تر کولای شو.
همدا راز تېر کال د ۱۳۹۶ کال په پرتله د افغان ټېلې کام شرکت په عوايدو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی، په مصارفو کې ۳۱ سلنه کمښت راغلی او یواځې سږ کال د دولت خزانې ته د ۴.۹ ميلياده افغانيو ورکول هم ددغه لاسته راوړنو عمده برخه ده.
د افغان ټېلې کام رئیس اجمل عيان وویل چې د را روان ۲۰۱۹ کال د فبروري میاشت کې به د انټرنېټ د کېفيت د ښه کېدو تر څنګ بيې هم ۵۰ سلنه را ټيتې کړي.
افغان ټیلې کام شرکت به راتلونکي کال کې، د دغه فعالیتونو د پراختيا او خدماتو د کېفيت تر څنګ د انټرنېټ د بېوو کمولو او د سلام مخابراتي شبکې د آنتنونو د توسعې او د 4G خدمتونو پیل په اړه لازم پلانونه تطبیق کړي، تر څو هېوادوالو ته په کمه بیه د غوره خدماتو د وړاندې کولو جوګه شي.
د دې تر څنګ په راتلونکي کال کې په پام کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ګاونډيو هېوادونو او انټرنيټ خدماتي شرکتونو سره په تفاهم د انټرنېټ په بېو کې کمښت راولي او تر څنګ يې د کېفيت د ښه کېدو لپاره هم جدي کارونه روان دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند سائر ځلاند د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې وزارت د خصوصي سکټور د ملاتړ او د انټرنېټي خدماتو د کېفيت په موخه د اوپن اکسس پاليسي جوړه کړې چې له مخې يې شرکتونه کولی شي، افغانستان کې د نوري فايبر په برخه کې پانګونه وکړي چې ور سره به هم د انټرنېټ بيې کمې شي او هم به د خدماتو په کيفيت کې تغیر راشي.