د پُسټ نړيواله ورځ ونمانځل شوه
شنبه، ۲۱ میزان ۱۳۹۷
کابل - افغانستان : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پُسټ نړيواله ورځ د یوې لويې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې ونمانځله چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه پلاوي، لوړ پوړه دولتي چارواکو، په کابل کې د چین لوی سفير، د پُسټي خدماتو وړاندې کوونکو شرکتونو مسؤولينو، رسنيو او د افغان پُسټ ادارې کارکوونکو حضور درلود.
د پُسټ نړيوالې ورځ نمانځنې موخه د خلکو په ورځني ژوند کې د پُسټ د ارزښت او د اقتصاد د پراختيا او د کار پېدا کولو په برخه کې د پُسټ د رول په اړه پوهاوی دی چې له نېکه مرغه افغانستان د هغه دوه سوه هېوادونو له جملې دی چې د پُسټ د نړيوالې اتحاديې غړيتوب لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په دغه غونډه کې وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې مدرن پُسټي خدمات پراختيا ومومي چې اوسمهال له هغه جملې په ټول افغانستان کې پاسپورټونه د پُسټ له لارې وېشل کېږي او همدا شان د یو شمېر اسنادو طی مراحل هم د پُسټي څانګو له لارې مخته وړل کېږي.
د محترم آريوبي په وېنا، د پُسټي خدماتو د عرضې له لارې د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت عوايد د روان کال له پېله تر اوسه ۷۰۰ ميليونه افغانۍ دي چې د کال تر پایه پورې کوشش کوو، ددغه برخې عوايد تر يو ميليارد افغانيو ورسوو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه، په داسې حال کې چې د روان کال له پېله تر اوسه د پُسټي خدماتو څو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخيستي دي، خو بيا هم په هېواد کې د پُسټي خدماتو د بازار د تنظيم او د خصوصي سکټور د پانګونې د جلبولو په موخه د پُسټي خدماتو د تنظیمې او ادارې د قانون طرحه نهايي شوې او ولسې جرګې ته استول شوې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الکټرونيکې سوداګرۍ پېل، د انلاين پېر او پلور خدماتو پراختيا، د پُسټي خدماتو ډیجيټل سازۍ او عصري کېدو ته ژمن دی او په همدې موخه د مرکزي پُسته خانې او کابل ولايت د پُسته خانو د عصري سازۍ چارې په چټکۍ روانې دي، تر څو هېوادوال وکولی شي، د مدرنو پُستي خدماتو څخه ګټه واخلي.